کابل / د غوايي ۲۰ مه / باختر
په میدان وردګو کې د پیسو پر سر جګړه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
دغه نښته پرون ناوخته د نرخ ولسوالۍ په صمد مردي کلي کې هغه وخت رامنځته شوه، چې يو پوروړي له پور ورکوونکی سره د پور پر سر شخړه وکړه.
د میدان وردګو يوې امنيتي سرچينې د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې پور ورکوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او يو بل خپلوان يې ټپي شوی دی.
په همدې حال کې د میدان وردګو د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد زرک ځیرک د ټپي شوي سړي روغتيايي حالت ښه بللی دی.
ع