امنیت

١٦٤ تنوساتونکودفراغت سندونه ترلاسه کړل.

کابل باختر دچنګاښ ديارلسمه :
د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د رونیز مرکز له ۲۶ مې دورې څخه د ثابتو او ګرځندو سایټونو په برخه کې ۱۶۴ تنو ساتوونکيو د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
دکورنيوچارووزارت دمطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
هغه غونډه چې په همدې موخه د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ دمعینیت د روزنیز مرکز په تالار کې جوړه شوې وه لومړی د روزنیز مرکز قوماندان سمونوال عبدالغفار هوتک خبرې وکړې او د هېواد اوسنيو حالتو ته په کتو سره يې د ښوونې او روزنې پر ارزښت رڼا واچوله زیاته یې کړه چې له ښونې او روزنې پرته پرمختګ ناشونی او ستونزمن دی.
وروسته د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د عملیاتي چارو لوﺉ رییس پاسوال سید کمال سادات ټولو فارغو شويو منسوبینو ته د مبارکۍ دويلو ترڅنګ وویل، په نظامي قطعاتو کې ښوونه او روزنه په لومړیتوبونو کې دى او له هغه پرته نه شو کولای چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړو، همدا ښونه او روزنه ده چې د پرمختګ او بریالیتوب یواځینۍ لار بلل کیږي.
دغه راز د «محافظت عامه» د مياشتنۍ مجلې لومړۍ ګڼه چې د عامه ساتنې دمعینیت په فعاليتونو او لاسته راوړنو سربيره بېلابېل مسلکي او علمي مطالب په کې خپاره شوي، له چاپه راووته او د مينه والو په واک کې ورکړ شوه.
د یو بل خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې معینیت له روزنیزې اکاډمۍ څخه ۲۸ تنو ساتنمنانو دخپل د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
هغه غونډه چې په همدې موخه د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې معینیت په روزنیزې اکاډمۍ کې جوړه شوې وه لومړی د دغې اکاډمۍ قوماندان سمونوال امیر شاه په خپلو خبرو کې ټولو فارغو شوو محصلینو ته مبارکي وویله زیاته یې کړه چې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې دمعینیت روزنیزه اکاډمي په ۱۳۸۶ کال کې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې دمعینیت په اډانه کې جوړه شوې چې تر دا مهاله یې ۲۷۰۴ تنه افسران او ساتنمنان په ۵۵ دورو کې په بېلابېلو مسلکي برخو کې روزلي او دندو ته یې د خدمت په موخه استولي دي.
وروسته د روزنیزې اکاډمې د جنايي څېړنو د انستیتیوت رییس مل پاسوال عبدالمنان همدل له ټولو فارغو شويو منسوبینو څخه وغوښتل هر هغه څه چې مو په یاده اکاډمۍ کې زده کړي وي د دندو په ترسره کولو کې ترې سمه او سالمه ګټه پورته کړﺉ.
په پای کې پر ټولو فارغو شويو افسرانو او ساتنمنانو د دغې اکاډمۍ قوماندان او یو شمېر استادانو له خوا د فراغت سندونه وویشل شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته