امنیت

محمد اسماعيل خان د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر
د هرات پخواني والي محمد اسماعيل خان د وسله والو طالبانو پر ضد په رسمي ډول پاڅون وکړ او ويې ويل: هرات طالبانو ته جهنم جوړوم.
اسماعيل خان چې پرون سهار د هرات د يوشمېر خلکو ترمنځ خبرې کولې؛ وويل: هغه کسان چې د غنيمت د ترلاسه کولو په خاطر هرات ته راغلي دي؛ اجازه نه ورکوو چې پرمختګ وکړي، دغه خوب به ورته حرام کړو.
هغه دغه راز ټينګار وکړ چې اوس د هرات خلک په خپلو پښو دريدلي دي او د طالبانو له شتون څخه به ټول هرات پاک کړي.
محمد اسماعيل خان وويل چې دغه پاڅون يوازې په هرات پورې تړلی نه دى، د جنوب لوېديځ حوزې ولايتونه به هم پکې شامل وي.
ختم-شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته