امنیت

په چاوديدونکو توکو بار يو موټر دامنيتي ځواکونو لاسته ورغى

کابل باختردتلې د مياشتې ٢٣ نيټه  :
په چاوديدونکو توکو بار يو کرولا موټر د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونولاسته ورغى .
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري باختر آژانس ته وويل: د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د ګوګاه منډي په ساحه کې نن سهار د څلورو بجو په شاخوا کې ٣٠٠ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي چې په يوه کرولا موټرکې ځاى پرځاى شوي و، دملي اردو د ځواکونو له خوا کشف او د ملي امنيت رياست ته وسپارل شو.
په دې اړوند زياتې څرګندونې نه دي شوې.
دا په داسې حال کې ده چې يوه ورځ مخکې هم په چاوديدونکو توکو بار يو بار وړونکى موټر د کابل ښار دميرويس ميدان په ساحه کې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغى .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته