کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
په کونړ ولايت کې يوولس تنه وسله وال د پوځيانو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
په دغو طالبانو تېره شپه دماڼوګي په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ډلې ديوه غړي په کور کې بريد شوى دى .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې، په دې بريد کې يوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې، طالبان دخپل يوه غړي په کور کې راټول شوي وو او غوښتل يې چې دکونړ ولايت په ځينو سيمو کې د ډار اچوونکوبريدونو پلان طرحه کړي .
ويل کېږي چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل