کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
ديارلس تنه وسله وال طالبان پرون په ننګرهار ولايت کې د ملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دغه عمليات د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د سيمو دپاکولو په مقصد دننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې ترسره شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ددغو عملياتو په بهير کې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور ميله سپکې وسلې ، يو توغندى ويشتوونکى ، يوه پيکا ،يوه ايکم مخابره او يوه اندازه چاوديدونکي توکې کشف او په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې :
د لوګر ولايت په مربوطاتو کې ددغو ځواکونو په ورته اقدام کې څلور تنه وسله وال طالبان چې په دغه ولايت کې په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو بوخت و له دوو وسلو ،يوه کلاشينکوف او نورو پوځي تجهيزاتو سره ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې:
دملي اردو يو عسکر دخوست ولايت دصبريو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي دندو د ترسره کولو په بهير کې په واټ کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيد شو.
0 1 دقیقه لوستل