-کابل / د غويي ٢٣ مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړادې کولو معين ډاکټر وحيد مجروح د خلکو له خوا د قرنطين د اصولو د نه رعايتولو په دليل په هېواد کې د کرونا ويروس د زياتوالي له امله انديښنه څرګنده کړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ډاکټر مجروح وايي چې په دې ورځوکې په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګونه او تګ راتګ زيات شوى دى او خلک د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په اړوند بې پروايي کوي.
هغه خبردارى ورکړ: که چېرې خلک د کرونا ويروس د مخنيوي په اړوند د عامې روغتيا وزارت لارښوونو ته پاملرنه ونه کړي؛ په ټولنه کې د دغه ويروس خپرېدل ګړندي کېږي.
ختم – ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل