کابل /دکب ٩مه / باختر
د ونو دڅانګو غوڅولو دکمپاين په پيل سره په دايکنډي کې د بزګرانو لپاره له کرنيزو عضوي توکو څخه دګټې اخستنې د تګلارو زده کړيز ورکشاپ پيل شو .
د دايکنډي دکرنې،اوبو لګولو اومالدارۍ رياست يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې ټاکل شوې ده په دايکنډي کې پنځه زره بڼوال، دولسواليو دکرنيزو خدمتونو مديران او تخنيکي کارکوونکي د نباتي آفتونو اوناروغيو د هراړخيز کنترول، له غير عضوي توکو څخه دکرنيزو درملو دجوړولو اود ونو دڅانګو غوڅولو څرنګوالي په باره کې تر روزنې لاندې ونيول شي .
بڼوالو په دغه شان ورکشاپونو کې ګډون د بڼوالۍ له نويو تګلارو سره بلدتيا وبلله او هغه يې دخپلو کارونو دسمون سبب وباله .
ختم_ ف _ اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ