ښوونه او روزنه

په هلمند کې دکانکور ازموينه واخيستل شوه

کابل   باختردليندي دمياشتې  ٧ :
دلوړوزده کړو په موسسو کې دشموليت په مقصد نن دهلمند ولايت ددولسمو ټولګيو له فارغانو څخه  دکانکور ازموينه واخيستل شوه.
دهلمند پوهنتون  رييس باختراژانس ته وويل په دې ازموينه کې  ددغه ولايت دښوونځيو ددولسمو ټولګيو يو زرو پنځوسو تنو زده کوونکو ګډون کړي و چې سل تنه يې نجونې دي .
ديادونې وړ ده چې اوس په هلمندولايت کې يو دولتي پوهنتون شته  چې زرتنه محصلان پکې زده کړه کوي او درې پوهنځي لري او ددرې خصوصي موسسي هم په دغه ولايت کې فعالې دي  .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته