کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٧ :
د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پرسونل د نيکمرغه لوى اختر په ورځو کې ديوې زياتې اندازې چاوديدونکو توکو په کشف بريالي شول.
دغه چاوديدونکي توکي د پوځي عملياتو په بهيرکې ترلاسه شوي دي.
دهرات ولايت دپوليسو يو مقام وايي چې دغه چاوديدونکي توکي د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړه لري .
ديوبل خبر له مخې :
دهرات ولايت پوليسو د انجيل ولسوالۍ په مربوطاتوکې د جلاجلا عملياتوپه بهيرکې د پرسونل ضد ٢٤ماينونه، ١٠موټرسايکلونه او دوه زرنج موټرسايکلونه چې د سمنټو د پروژې وسايل پکې بار و؛ د موټر سايکلونو له دريو تنو غلو سره يوځاى لاس په لاس ترلاسه کړي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ