سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

غزې ته یې چل جوړ کړی، باید مخنیوی یې وشي

کابل، د مرغومې ۱۸ مه، باختر

تبصره

د روانې اونۍ په پیل کې اسرایلي رژیم تر جګړې وروسته د غزې د برخلیک په اړه یو لړ شرایط اعلان کړي، چې له مخې د دغې تړانګې امنیت به اسرایلي پوځ تامینوي او اداري چارې به فلسطینیان پر مخ وړي او غزه وال مکلف دي، چې د صهیونستانو پر وړاندې جګړه ونکړي.

دوی دغه طرحه په داسې مهال اعلان کړې، چې غزه کې جګړه په خپل ټول قوت سره روانه ده او ښکېل لوري یو بل ته د ماتېدو زیري ورکوي.

حماس وایي، چې د اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې یې مبارزه بریالۍ ده او په بېلابېلو جبهاتو کې یې له ماتې سره مخ کړي خو اسرایلیان بیا د حماس غورځنګ پر بشپړ له منځه وړلو ټینګار کوي، زیاتوي چې د غزې تړانګه به په بشپړ ډول د حماس غورځنګ له وسلوالو او نورو فلسطیني جهادي ډلو له شتون څخه پاکوي.

مبارزه به دوام کوي او انشاالله فلسطينیان به بریا ته رسېږي، خو تر جګړې وروسته د غزې لپاره د اسرایلي رژیم طرحه باید د نورې اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د فلسطيني ډلو له لوري جدي ونیول شي او پرېنږدي، چې دغه تړانګه بیا ځلې د صهیونست پوځ لاس ته ولوېږي.

دا یو ډول نرم او غیرې مستقیم اشغال دی او دغه رژیم غواړي فلسطینیان له خپلې نورې خاورې څخه هم بې برخې کړي او اشغال یې کړي، نو په همدې دلیل اسلامي نړۍ باید اجازه ورنکړي، چې اسرایل د خپل ملاتړي امریکا په مرسته دغه طرحه عملي کړي.

نن یې چې دغه خاورې ونیولې نو قطعي ده، چې سبا په کې یهود مېشتي ښارګوټي جوړوي او سیمه کې شته ستونزه نوره هم اوږدوي.

دغې موضوع ته باید ملګري ملتونه هم په جدي سترګه وګوري او پرېنږدي، چې دغه ستونزه لاپسې اوږده شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته