ټولنه

دسر پل دښځو دچرګانو دروزنې فارمونه مخ په زیاتېدو دي

سرپل / دمرغومي ۱۷ /باختر
په سر پل کې  ښځو دچرګانود روزنې فارمونه زیات کړي د ي.
په سرپل کې دکرنې  وزارت دبڼوالۍاو مالدارۍ دملي پروژې د مالدارۍ دبرخې مسوول جهادالله باختر آژانس ته وویل چې مخکې له دې ددغې پروژې له لارې بې وزلو ښځو ته هګۍ لرونکي او غوښې چرګان وېشل شوي و او دغو ښځو وکړی شول دچرګانو په ښې روزنې سره ، دچرګانو فارمونه جوړ کړي.
یوه فارم لرونکې زرمینه وایي درې کاله مخکې ددغې پروژې له لارې ۳۰ هګۍ لرونکې چرګې  مې تر لاسه کړې .او اوس مې دچرګانو یو ستر فارم جوړ کړی دی .
دسر پل ښار یو شمېر اوسیدونکو دچرګانو دغوښې او هګیو دقیمت له کمښت  څخه خوښي څرګنده کړه او علت یې دښځو دچرګانو دروزنې دفارمونو جوړېدل بیان کړل . پای- شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته