سیاست

د افغانستان او هند د مشارکت شورا دويمه غونډه په ډيلي کې جوړيږي

-کابل/ باختر د وږي  دويمه :
د افغانستان او هند د مشارکت شورا د دويمې غوڼدې په باب د خبرو په خاطر پرون د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين حکمت خليل کرزي په مشرۍ يوه غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او ګرځندوى د معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د معينې کاملې صديقي او د اقتصاد وزارت د معين رحيمي په ګډون چې د سوداګرۍ او د اقتصادي او فرهنګي همکاريو د کاري کمېټو مشرتوب هم په غاړه لري، د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي، علمي او فرهنګي برخو په باب خبرې وشوې .
  ټاکل شوې ده د افغانستان او هند د بهرنيو چارو د وزيرانو په مشرۍ د دواړو هېوادونو د مشارکت شورا دويمه غونډه د ٢٠١٧ م کال د سپټمبر د مياشتې په يوولسمه نېټه د سياسي، امنيتي، اقتصادي او فرهنګي برخو او د سيمه ييزو مسئلو په باب په نوي ډيلې کې جوړه شي
د افغانستان او هند ترمنځ ستراتيژيکي سند په ٢٠١١ م کال کې لاسليک شو چې د هند او افغانستان د مشارکت شورا لومړۍ غونډه په ٢٠١٢ م کال کې په هند کې جوړه شوه .
حکمت خليل کرزي وويل: هلې ځلې کيږي چې دغه غونډې دوام ومومي او په همدې موخه د دغو کمېټو رييسان ټاکلې برخې بيا وڅيړي او خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړي .
  ختم_ عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته