نړۍ

چين ته دروسيې دجمهور رييس سفر .

کابل باختر د وږي  پنځمه :
ټاکل شوې ده دروسيې جمهور رييس په راتلوونکې اوونۍ کې  دخپل چينايي سيال شي جين پينګ په بلنه چين ته سفر وکړي .
ولاديمير پوتين  به  په خپل دغه دوه ورځني سفر کې په دويمه نړيواله جګړه کې  دجاپان په وړاندې  دچين دبرياليتوب  داويايمې کاليزې  دنمانځنې په مراسمو کې  ګډون وکړي .
دغه راز ويل کيږي چې ددواړو هيوادونو جمهور رييسان دانرژۍ او دنورو مسئلو په باب  خبرې کوي .
په چين کې  دروسيې سفير اندري دنيسوف  ويلي دي چې په اوس وخت کې  ددواړو هيوادونو ترمنځ همکاري  په نړۍ کې  دامنيت په يو تثبيتوونکي عامل بدل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته