خبرونهاقتصادټولنهTOPروغتیا

د رییس الوزرا مرستیال: له خصوصي سکتور او پانګه والو ملاتړ د اسلامي امارت لومړیتوب دی

کابل / د سلواغې ۱۷ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن ماسپښین د افغانستان متشبثینو د درملو او روغتیایي محصولاتو ټولنې له مشرانو او غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې د یادې ټولنې رییس عبدالحکیم حمیدي او مرستیالانو یې ډاکتر نجیب الله صاحبزاده او ډاکتر حمد سعید شمس د هېواد پر امنیتي وضعیت د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ چې کاروبار او سوداګرۍ ته یې ښه زمینه برابره کړې د درملو او روغتیایي محصولاتو د واردولو او تولید، بانکي ستونزو، پر اومه وارداتي توکو د لوړې تعرفې او د درملو او خوړو په اداره کې د جامع قوانینو نشتوالي په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
دوی د خصوصي سکتور د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه او په کور دننه یې د درملو او روغتیایي محصولاتو د تولید په برخو کې پانګونې ته د خپل تیاري خبر ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال افغانستان ته ۹۵ سلنه درمل له بهره را واردېږي.
هغوی د درملو پر قانون د بیا کتنې او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ غوښتنه وکړه ویې ویل: د درملو او روغتیایي محصولاتو فابریکو ته دې ځانګړی صنعتي پارک جوړ شي او په دې برخه کې دې د پانګه والو لپاره لازم شرایط برابر شي.
په همدې حال کې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د خلکو د خدمت لپاره له سوداګرو او پانګه والو مننه وکړه. هغه وویل چې په افغانستان کې له خصوصي سکتور او پانګه والو ملاتړ د اسلامي امارت لومړیتوب دی او د اړوندو بنسټونو له لارې به یې ستونزو او وړاندیزونو ته د رسیدګۍ لپاره لازمې هڅې وشي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته