کابل /دغبرګولې ١٨مه /باختر:
نورستان دملي پارک او دوحشي څارويو دساتنې دسيمې په توګه اعلام شو .
نورستان دښکلي سمسوراوشنه فضا، دلوړو ځنګلونو او په افغانستان کې دوحشي څارويو په لرلو سره يوه ډيره ښکله سيمه ده .
دنورستان دوالي مرستيال محمد هاشم فيضي باختراژانس ته وويل چې دغه اداره به دحکومت او دنړيوالو او ملي مرستندويو بنسټونو په مرسته هلې ځلې وکړي چې د وحشي څارويو دژوند مديريت وکړي . او دشنو ساحو او دنورستان دزياتې ښکلا په پراختيا سره په نورستان کې دګرځندوي جاذبې زياتې کړي .
ښکلي او سمسور درې دنورستان ښکلا زياته کړې ده . دغه راز په نورستان کې دپړانګانو ، زمرو ، چيتا او دهوسيو اويوشمېر الوتونکو په ګډون کميابه څاروي اوالوتونکي په نورستان کې زيات دي .
دافغانستان حکومت هلې ځلې کوي چې دنورستان په ملي اعلامولو سره دهغه دګرځندوى جاذبې نورې هم زياتې کړي . او دغه راز دوحشي څارويو دژوند په مديريت سره دنړۍ ديوشمېر کميابو څارويو د انقراض مخه ونيسي
ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل