امنیت

يو سوداګر له خپل زوى سره ټپي شو

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
په غزني ولايت کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله يو سوداګر د خپلې سپرلۍ له موټر چلوونکي سره ټپي شو.
د غزني د ولايتي شورا رييس خالد اکبري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د حاجي احمد فواد بيات د سپرلۍ موټر پرون مازيګر کله چې د نو آباد د سيمې څخه د غزني ښار په لور روان و؛ د لارې په اوږدوکې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او چاودنه وشوه.
اکبري زياته کړه: په موټرکې يواځې بيات او د هغه موټر چلوونکى چې زوى يې و؛ ټپيان شول.
ويل کيږي دغه چاودنه د غزني ښار ته څېرمه د موى مبارک په ساحه کې رامنځته شوه او ويل شوي دي چې دغه ماين مقناطيسي و.
دسيمې اوسيدونکي وايي: چاودنه دومره سخته وه چې آن د کورونو او د دکانونو ښيښې هم ماتې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته