امنیت

په بلخ کې د يوې کورنۍ څلور تنه غړي ووژل شول

-کابل باختر دلړم  اوولسمه :
په بلخ ولايت کې د يوې کورنۍ څلورتنه غړي ووژل شول.
په بلخ کې امنيتي مقاماتو تاييدکړې ده چې د کورنيو اختلافونو له امله د يوې کورنۍ څلور تنه غړي وژل شوي او دوه تنه نوريې ټپيان شوي دي .
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق  قادري باخترآژانس خبريال ته وويل چې يوه ناپيژاند وسله وال سړي د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د پالاس په سيمه کې تېره شپه ديوې کورنۍ څلور تنه غړي ووژل او د دغې کورنۍ  دوه تنه نور غړي ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه: د پيښې عامل له سيمې څخه تښتيدلى، خو د هغه د پيژندنې او نيولو لپاره د امنيتي ځواکونو څيړنې او پلټنې دوام لري .
د يادونې وده، سره له دې چې د بلخ ولايت په شمال کې يو امن ولايت دى؛ خو کله ناکله د جنايي جرمونو ډګر وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته