فرهنگ

داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې داداري اصلاحاتودتطبيق بهيردوام لري

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٣ :

داطلاعاتواوفرهنګ په وزارت کې داداري اصلاحاتودتطبيق پروګرام دروان کال تروروستيو پورې پاى ته رسيږي .

 داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبشري منابعو رييس روح الامين حبيبي دباختراژانس خبريال ته وويل ددغه ټکې په څرگندولو سره داداري اصلاحاتو پروګرام  ددغه وزارت په مرکزي څانګو کې په سلو کې ديرش بشپړشوى دى  او دغه راز له دريم بست څخه تر اتم بست پورې له رقابتي ازموينې وروسته ددرې ويشتو ولايتونو داطلاعاتو اوفرهنګ درياستونو کارکوونکي او رييسان استخدام شوي دي .

ده داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په ځينو برخوکې درقابتي ازموينې دبريالي اخيستلو يادونه وکړه او زياته يې کړه  چې په ټوليزه تو ګه  دهيواد 

داووه ويشتو ولايتونو داطلاعاتو اوفرهنګ رييسان درقابتي  اموزينې له تيرولو وروسته استخدام شوي دي  اودسرپل ، بدخشان ، ارزګان ، فارياب  او غور دولايتونو درياستونو بستونه اعلان شوي دي .

حبيبي زياته کړه  داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دپروګرام تطبيق دادارې داصلاح لپاره دي او له هر راز تشو ، پټووزګارتياو ، ناوړې استفادې  اوله کار څخه دتيښتې مخه نيول کيږي.

دغه راز  داداري اصلاحاتو بهير دملکي خدمتونو دکارکوونکو دقانون له مخې له هر راز تعصب او توپير پرته ترسره کيږي  اوافراد  د رقابتي ازموينې له ورکولو وروسته دپوهې ،  اهليت ،  استعداد او غوره والۍ له مخې په بستونو کې استخداميږي .

حبيبي زياته کړه داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې  درتبو اومعاش دنوى سيستم له مخې داستخدام بهير د ١٣٩٠ کال دتلي په  مياشت کې پيل شوى دى  او دمنظور شوي پلان له مخې بايد د ١٣٩٢ کال په لومړۍ ربع کې پاى ته ورسيږي.  خو  موږ هلې ځلې کوو چې دغه بهيرد ١٣٩١ کال تر وروستيو پورې پاى ته ورسيږي .

دغه راز ده داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دنورو برخو درقابتي ازموينې داخيستلو په خاطر دبشري منابعو درياست دهلوځلو ډاډ ورکړ او ددغه بهير په شفاف والۍ يې ټينګار وکړ.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا