امنیت

طالبانو دپوهنتون يو استاد په زابل کې په ډزو سره وواژه .

کابل باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه :
دوسله والو  طالبانو په ډلې پورې  اړوندو کسانو دپوهنتون يو استاد په زابل ولايت کې په ډزو سره وواژه .
دقندهار پوهنتون په استاد حميد الله نوري پرون ناوخته دزابل ولايت دشاجوي ولسوالۍ په بازار کې دوسله والو کسانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شو .
دزابل ولايت امنيه قوماندان جنرال ميرويس نورزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې يرغلګر په دغه استاد له ډزو وروسته تښتيدلي دي او دهغوى دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
ده وسله وال طالبان دپوهنتون ددغه استاد دترور مسوول وبلل طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا