کابل باختر د مرغومي دريمه :
دولسي جرګې غړو نن د ١٣٩٤ مالي کال دملي بودجې طرحه درايو په اکثريت رد کړه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دولسي جرګې غړو ددغه مجلس په عمومي غونډه کې چې دولسي جرګې درييس عبدالروف ابراهيمي په مشرى جوړه شوې وه د ١٣٩٤مالي کال دملي بودجې طرحه رد کړه .
ددغه مجلس غړي وايي چې دغه طرحه دتخنيکي ستونزو اودناانډوليز والي له امله بيا څيړنې ته اړتيا لري .
1 کمتر از یک دقیقه