امنیت

په يوې کورنۍ دوسله الو بريد له امله يوښځه ووژل شوه او يوتن بل ټپي شو .

کابل باختر د مرغومي دريمه :
په هرات کې ديوې کورنۍ په غړو پرون دوسله وال بريد له امله يوه ښځه ووژل شوه او يونارينه ټپي شو .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه پيښه دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ دکارتې په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه وسله وال سړي ديوې کورنۍ په غړو ډزې وکړې چې له امله يې يوه پنځه څلويښت کلنه ښځه ووژله شوه او يوشپيته کلن سړى سخت ټپي شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل يرغلګر له پيښې  وروسته دپوليسو  له خوا دافغانستان او ايران ترمنځ سرحدي سيمه کې وپيژندل شو او ونيول شو.
احمدي وويل چې تراوسه پورې  ددغې پيښې اصلي انګيزه  نه ده روښانه شوې او له نيول شوي سړي څخه  تحقيقات دوام لري .
دهرات ولايت دشپږ سوه بستريز  روغتون وياند محمد رفيق شيرزاد دباختر اژانس خبريال ته وويل چې ددغې ميرمنې اوميړه په بدن کې ګولۍ لګيدلي دي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا