امنیت

لس تنه وسله وال مخالفين په غور کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
د غور ولايت دچارسدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو ، ملي پوليسو اودملي امنيت دمنسوبينو په عملياتوکې ددولت لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول اوشل تنه نور يې ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې نن باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي، له هغه وروسته چې ددولت وسله والو مخالفين په غلچکي  بريدسره دغور ولايت دچارسدې ولسوالۍ ځينې سيمې ونيولې دملي اردو ملي پوليسو او دملي امنيت ځواکونو ددغه ولايت دميړنيو او پتمنو خلکو په همکارۍ او ملاتړ له ډيل پرته په دغې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړل چې له امله يې ددولت لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول اوشل تنه نور يې ټپيان شول .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس  ته ورغلي دي او دمخالفينو دوژل شويو کسانو مړي دجګړې  په ډګر کې پاتې دي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا