آموزش

تبصره: نوي تعليمي کال ژمنې او ننګونې !؟

کابل باختر د وري  څلورمه :
نن دشنبې په ورځ دوري دمياشتې په څلورمه  په هېواد کې نوى تعليمي کال  پيل شو،  د ١٣٩٧ نوي تعليمي کال  په داسې حال کې پيليږي چې ناامنۍ په هېواد کې دښوونې او روزنې دنظام په وړاندې  ديو اصلي خنډ په توګه پاتې دى او لاتراوسه پورې هم دهېواد په بيلابيلو سيمو کې  دڅه دپاسه زرو ښوونځيو دروازې تړلې دي .
دباختراژانس مفسر ليکي : نن دشنبې په ورځ  دوري دمياشتې په څلورمه نيټه په هېواد کې د ١٣٩٧ تعليمي کال  پيل شو او په مليونونو تنه زده کوونکي ښوونځيو ته لاړل .
داپه داسې  حال کې ده چې دافغانستان دولت دپوهنې او دلوړو زده کړو په سکتور کې کمي اوکيفي وده يوه لاس  ته راوړنه بولي .
کله چې  دطالبانو خپل سرى حکومت دړې وړې شو په هېواد کې يواځې  نهه سوه زرو تنو زده کوونکو  په ښوونځي لاسرسۍ درلود خو دغه کميت اوس څه دپاسه نهه مليونه تنه دى يعنې همدا اوس ددې هېواد نهه مليونه تنه بچيان ښوونځيو ته ځي او دهغو کسانو شمير چې دلوړو زده کړو  په موسسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي  له پخوا څخه څو برابره زيات دى .
دهېواد دپوهنې وزارت مقامات له کلونو کلونو راپديخوا په دې ټينګار کوي چې بايد دهېواد هيڅ يو ماشوم له ښوونځي  څخه لرې پاتې نه شي که څه هم دجذب ظرفيت  محدود  او کم هم وي له ښوونځي  څخه دماشومانو  لرې پاتې کيدل دزغم وړ نه  دى .
  په دې  کې دشک ځاى نشته چې دمسوولانو  پروګرام  او هڅې  ددې لامل شوې چې په شرايطو  برابر زيات  شمير ماشومان ښوونځيو ته لاړه ومومي  په دې موده کې ددې  تر څنګ چې دښوونځيو دظرفيت جوړولو لپاره کار وشو . زيات شمير  ښوونځي جوړ شول او دپوهنې دودې او پراختيا لپاره درسمي ښوونځيو  تر څنګ خصوصي ښوونځيو هم دفعاليت اجازه ترلاسه کړه نن ورځ خصوصي ښوونځي  هم دپوهنې په ښې پشتوانې بدل شوي دي او ګڼ شمير زده کوونکي يې تر پوښښ لاندې نيولي دي خو لاتراوسه پورې هم دهېواد دښوونې او روزنې دنظام  دلارې پرسر جدي ننګونې  شتون لري ښوونځيو ته دودانيو کمښت ، دښوونکو کمښت ،  په تعليمي نصاب کې څو خيلوالې ، سربيره پردې ناامنۍ ، هغه ستونزې دي چې دهېواد پوهنه ځوروي  .
دغه راز په افغانستان کې تيرو  اړخونو دهېواد په ځينو ولايتونوکې دپوهنې په وزارت  پورې له ځينو اړوندو ښوونځيو او تاسيساتو څخه  پوځي قرارګاوې  او سنګرونه جوړ کړي دي .
له دغو ټولو سره سره دپوهنې وزارت مقامات هيله لري چې په دغو ستونزو بريالي شي .
دوى وايي چې په نوي تعليمي  کال کې به دهېواد په بيلابيلو سيموکې کابو درې سوه نوي ښوونځي جوړ شي اونږدې شپږ سوه نورو ښوونځيو ته به ودانۍ جوړې شي .
دغه راز په همدې کال به نږدې شپږ زره ښوونځيو ته دودانيو دجوړولو عملي پروګرام  رامنځته شي .
دغه راز دپوهنې وزارت په پام کې لري چې په دوو پړاونو کې کابو يو ويشت  زره ښوونکي استخدام کړي او دعمومي تعليماتو لپاره څه دپاسه پنځه سوه مليونه ټوکه درسي کتابونه چاپ او دهېواد په ټولو ښوونځيو وويشي .
ددغو مواردو  تر څنګ دپوهنې وزارت په پام کې لري چې زياتره هغه ښوونځي  چې په هېواد کې دامنيتي دلايلو له امله تړل شوي دي بيا پرانيزي، په تير تعليمي کال  کې دهېواد په ګوټ ګوټ کې  ١٠٧٥ ښوونځي  تړلي وو .
  خو دچارو کارپوهان او دمدني  ټولنې  فعالان وايي هغه څه چې دپوهنې وزارت مقامات وايي زياتره ديوې ژمنې او ديوه پروګرام په قالب کې دي .
په داسې حال کې چې دپوهنې ستونزې  عيني   ستونزې دي چې بايد لرې کړى شي ددغو ستونزو لرې کول دقيق پروګرام او کارته اړتيا لري داسې پروګرام  او کار چې له سياسي ، قومي ، اوشخصي سليقو څخه لرې وي او پوهنه ديوه غير سياسي  غير پوځي  او بې پرې بهير په توګه تثبيته شي اوملاتړ يې وشي او دا اعتماد رامنځته شي چې هيڅوک  نه شي کولاى  له دغه بهير څخه سياسي او ياهم پوځي ناوړه استفاده وکړي .
په وروستيو وختو کې  پوهنه له زياتو سليقوي اوسياسي چلندونو سره مخامخه شوې ده  . هيره  دې نه شي چې په هېواد کې کابو څلور مليونه تنه ماشومان او تنکي ځوانان چې زياتره يې نجونې دي دامنيتي دلايلو او دځينو سيمه ئيزو او ټولنيزو  ستونزو له امله ښوونځي له ورتګ څخه پاتې شوي دي .
ښوونکي توب لاتراوسه پورې هم  دهېواد په لرې پرتو سيمو په تيره بيا په هغو  سيمو کې چې لرځنده امنيتي حالت لري او دغه راز دداعش اوطالب دشتون له امله يو خطرناک کسب پاتې شوى دى .
ددغوستونزو تر څنګ اقتصادي بې وزلي ددې سبب شوې ده چې کورنۍ ددې پرځاى  چې خپل بچيان ښوونځيو ته واستوي هغوى کار آن شاقه کارونو ته اړ باسي او نورې ستونزې .
نو دپوهنې په وزارت  او په نورو حکومتي بنسټونو کې مسوولان ديوې معياري او مصوونې پوهنې درامنځته کولو لپاره زيات کارونه لري چې بايد ترسره يې کړي .
ددې تر څنګ  دې دپوهنې  دملاتړ لپاره بايد دپوهنې  دملاتړ شوراګانې رامنځته او دهغوى کار پراختياومومي .
منبرونه ، قومي مشران او روحانيون دپوهنې دملاتړ ډيرې ښې سرچينې کيداى شي  چې بايد دهغوى نفوذ او اغيزمنتوب څخه زياته استفاده وشي .
نوي هجري لمريز کال دجمهور رييس له خوا دپوهنې دکال په توګه نومول شوى دى چې داکال ددې څرګندوى دى چې دولت دپوهنې دملاتړ په کار کې جدي دى خلک هيله  لري چې جمهور رييس زيات کارترسره کړي او دپوهنې دغير سياسي کولو په باب خپله ژمنه نوې کړي .   ختم_ ف _ اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا