کابل باختر د کب نهه ويشتمه
دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ پوليسو پرون په کابل ښار کې دوه تنه دجنايي جرمونو په تور ونيول .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ په دغو کسانو دجنايي جرمونو دترسره کولو په تيره بيا د وهلو اوټکول چې دټپي کېدو سبب شوي دي تور لګول شوى دى چې دپوليسو له خوا دکابل ښار د پنځمې امنيتي حوزي په مربوطاتو کې نيول شوي دي .
دغه راز دکابل دنړيوال هوايي ډګر سرحدي پوليسو پرون يو تن دپاسپورت دجعل او تذوير په اړوند ونيوه