کابل/ باختر دثور ١٧:
د قندهار ولايت د سپين بولدک په سرحدي سيمه کې د پاکستاني پوځيانو د درندو وسلو د ګوليو د لګيدو له امله څه ناڅه زر کورنۍ له خپلوکورونوڅخه بې ځايه شوې دي .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د قندهار ولايت سيمه ييزو مقاماتو رسنيو ته وويل چې د پاکستاني پوځيانو له خوا د توغول شويو توغنديو د لګيدو او د سپين بولدک او چمن ترمنځ سيموکې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نويو نښتوکې څه د پاسه زر کورنۍ له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه بې ځايه شوې دي .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: بې ځايه شوي کسان د نظر او لقمان د کليو اوسيدونکي دي چې همدا اوس د سپين بولدک په مرکزي سيمه کې ځاى پرځاى شوي دي.
د جمعې د ورځې په سهار د پاکستاني پوځيانو له خوا د درندو وسلو د ډزو له امله هم پوځيانو او هم ملکي وګړو ته د سر زيان واوښت .
اوس ويل کيږي چې اوربند نافذ شوى دى، خو د چمن سرحدي لاره تړلې ده.
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې د ډيورنډ له فرضي کرښې اخوا هم د افغان پوځيانو د ډزو له امله پاکستاني پوځيانو ته د سر زيان اوښتى دى.
0 1 دقیقه لوستل