خبرونه

پکتیکا؛ د کمال سرحدې ليسې لوبډلې د ټېب بال او د علي محمد لوبډلې د فوټبال سیالیو اتلولۍ وګټلې

کابل، د مرغومې ۲مه، باختر

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اړوند انګور اډې په سیمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال د پیل شویو سیالیو پایلوبه د کمال سرحدي لېسې لوبډلې په خپل نوم کړه.

دغه یوه ورځنۍ سیالۍ د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت، د ټېب بال فدراسیون او د برک مؤسسې د ټولنیز انعطاف او داخلي بې ځایه شویو او بېرته راستنېدونکو د ځای پرځای کېدو پروژې په مالي ملاتړ د ۵ لوبډلو ترمنځ په لاره اچول شوې وې.

د یادو سیالیو پايلوبې ته د کمال سرحدي لېسې او ډب کلي لوبډولو لاره موندلې وه، چې په پایله کې یې کمال سرحدي  لېسې په ټاکلو ۶ اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۷۰ منډې هدف وټاکه او د ډب کلي لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نکړای شو او لوبه د کمال سرحدي لېسې د لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د یو بل خبر له مخې د پکتیکا بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون او سلطانو ځوانانو له لوري د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې  یوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې د علي محمد لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د علی محمد او پاس کلا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې علي محمد لوبډلي ۲-۰ ګولونو په توپیر سره بریا خپله کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته