سیاست

اجرائيه رئيس د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي استازي سره تودیعي ناسته وکړه

کابل_باختر د کب د مياشتې٤مه
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي اسماعیل اراماز سره تودیعي لیدنه وکړه.
د اجراييه رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې لیدنه کې د هېواد اجرائيه رئيس د ښاغلي ازاماز له خدمتونو مننه او ستاینه وکړه او ویې ویل، هیله من دی چې د افغانستان لپاره د ناټو نوی ملکي استازی هم وتوانېږي چې د افغانستان او ناټو ترمنځ اړیکې لاپسې غښتلې او په خپلو چارو کې بریالی وي.
اجرائيه رئيس ګډو موخو ته د افغانستان او ناټو په مشترک کار ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې ناټو د افغانستان ښه دوست دی او له افغانستان سره یې مرستې او همکارۍ قابل د قدر دي.
دغه راز په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي اسماعیل اراماز ټينګار وکړ، چې په هر حالت کې به ناټو د افغانستان ترڅنګ درېږي او همکارۍ به یې د اوږده مهال لپاره دوام مومي.
هغه وویل، خوښ دی چې په افغانستان کې د خدمت کولو ویاړ لري او له افغانستان سره د ناټو د ملکي استازي په توګه یې ګډ ماموریت یو له ښو ماموریتونو څخه و.
نوموړي دغه راز په افغانستان کې خپل ځایناستی کورنیلسن زایمرمن هم اجرائيه رئيس ته معرفي کړ. د المان هېواد اوسېدونکی زایمرمن اجرائيه رئیس ته ډاډ ورکړ، چې ناټو له افغانستان سره ګډ کار ته ژمنه ده او خپلې همکارۍ ته به دوام ورکوي. اجرائيه رئيس نوموړي ته هرکلی ووایه او په خپلو چارو کې یې ورته د بریا هیله وکړه.
په دې ناسته کې په ټاکنیزو اصلاحاتو، راتلونکیو ټاکنو، د افغانستان او سیمې په وضعیت هم خبرې وشوې.# 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته