کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
دغورولايت مدني فعالينو د غه ولايت ته د١٣٩٦ کال په ملي بودجه کې په سلو کې دديرشو کمښت له امله انتقاد کړي دي .
دغه فعالينو نن په يوخبري کنفرانس کې دمرکزي حکومت له خوا دغور ولايت ته ځانګړې شوې بودجه لږه بولي او دبودجې په زياتوالي ټينګار کوي .
دغور ولايت مدني فعالين وايي د١٣٩٥ کال بودجه څلور ديرش مليونه ډالره و خو په ١٣٩٦ کال کې دغه بودجه څليرويشت مليونو ته کمښت موندلى دى .
مدني فعالين تينګار کوي چې دغور ولايت له پخوا زمانو څخه تراوسه پورې دمرکزي حکومت له پاملرنې څخه لرې دى . او ددې اړتيا ده چې حکومت له دې وروسته دغه ولايت ته زياته پاملرنه وکړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ