خبرونهاقتصادټولنهTOP

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست: د پاشدان بند پاتې چارې به په نږدې راتلونکي کې پيل شي

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د هرات له مرستیال والي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو له معین مهاجر فراهي سره وکتل.

باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې د هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس مفتي سردار ولي مزمل هم حاضر و؛ د هرات د اوبو او برېښنا پروژو په ځانګړې توګه د پاشدان برېښنا بند په اړه خبرې شوې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د هرات مرستیال والي او د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رئيس ته ډاډ ورکړی چې د دغه وزارت له لوري په هرات کې د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې اړینې هڅې شوې او د شته امکاناتو په پام کې نیولو به اړین اقدامات ترسره شي او همدا رنګه د پاشدان بند پاتې چارې به په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته