ورزش

د ووشو ورزشکاران په وياړ سره راستانه شول

کابل باختر د ثور ٢٢
د هېواد د ووشو د ملي ټيم ورزشکاران د پاکستان په سياليوکې د يوولسو مډالونو په ترلاسه کولو سره پرون راستانه شول .
د ووشو سيالۍ له افغانستان څخه د يوه ټيم، له پاکستان څخه د دوو ټيمونو او له ايران  څخه د يوه ټيم ترمنځ دپاکستان په لاهور ښارکې ترسره شوې چې د هېواد ورزشکارانو  د يوولسو مډالونو په ترلاسه کولوسره ددغوسياليو اتلوالۍ له نايب مقام وګاټه .
د بدني روزني او سپورت د لوى رياست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د آمريت غړي مجيب قاري زاده نن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغوسياليوکې ايراني ورزشکارانو لومړي مقام او پاکستاني ورزشکارانو دويم مقام وګاټه.
له افغانستان څخه پنځلسو تنو ورزشکارانو په دغوسياليوکې ګډون کړى و چې د سرو زرو درې مډالونه، د سپينو زرو پنځه مډالونه او د ژيړو د دريو مډالونو او د اتلوالۍ د نايب د مقام په ترلاسه کولو سره کابل ته راستانه شول.
اميرخان، محمد شفيق او مصطفى هغه ورزشکاران دي چې د دغو سياليو د سرو زرو مډالونه يې په خپلو ټټرونو وتومبل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته