سیاست

ډاکټر عبدالله: حکومت د دیني عالمانو د ستونزو حل او ورسره د ښې همغږۍ رامنځته کولو ته ژمن دی

کابل باختر د ليندى  دريمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د اجرائيه ریاست د سلاکارانو د عالمانو له کمېټې سره وکتل.
داجراييه رياست دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د عالمانو کمېټې خپل کاري رپوټ اجرائيه رئیس ته وړاندې کړ او هم یې د عالمانو د ستونزو د حل او د حکومت او عالمانو ترمنځ د واټن له منځه وړلو لپاره خپله طرحه هغه ته وسپارله.
عالمانو ټینګار وکړ، چې د حکومت او عالمانو ترمنځ د واټن په لرې کېدو ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ، چې په امنیتي ادارو او یوشمېر نورو مهموارګانونو کې دې عالمان د سلاکارانو په توګه وټاکل شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله دیني عالمان د ټولنې مخکښان او لارښودونکي یاد کړل او ویې ویل، چې حکومت د دیني عالمانو د ستونزو لرې کولو او ورسره د ښې همغږۍ رامنځته کولو ته ژمن دی.
اجرائيه رئیس وویل، چې د دیني عالمانو په وړاندیزونو به غور او د پلي کېدو لپاره به یې اقدامات وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته