کابل، د کب ۱۰ مه، باختر
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د دولتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې ده.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مارجې ولسوالۍ د کرنیزو خدمتونو مدیریت مسوولینو د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یادې ولسوالۍ اخترمحمد بازار په سیمه کې یوشمېرغاصبینو غوښتل دولتي ځمکې غصب او هلته نوې آبادۍ وکړي، چې د مسوولینو له لوري د غصب مخه ونیول شوه.
د یادونې وړ ده، چې تردې وړاندې هم یاده ولسوالۍ کې د دولتي ځمکو د غصب مخه نیول شوې وه.