کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، نن د دغه وزارت د پورونو کمېټې ناسته ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې ناسته کې د عوایدو د تنظیم ریاست مسئولینو د وزارت د پورونو د ورکړې په موخه معلومات وړاندې کړي او د پوروړیو شرکتونو په اړه هم خبرې شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د ناستې د ګډونوالو د نظریاتو او غوښتنو له اورېدو وروسته، د دغه وزارت د پورونو د ورکړې په برخه کې د کمېټې غړيو ته د حللارې موندلو په خاطر لازمې لارښوونې کړې دي.