کابل / د کب ۲۲ مه / باختر
د ننګرهارامنیتي ځواکونه وايي چې پاکستان ته یې د بېلا بېلو توکو د قاچاقو مخه نیولې ده.
د را رسېدلو خبرونو له مخې، یوه ډله چې غوښتل یې د سوداګریزو توکو په منځ کې ډول ډول توکي پاکستان ته قاچاق کړي، نیول شوي دي.
له دغو قاچاق وړونکو څخه یوه اندازه مسي توکي، د ښځو وېښتان، درمل او نور توکي ترلاسه شوي دي.
د ښځو له وېښتانو څخه په نړۍ کې ترډېره په سرطان اخته میرمنې استفاده کوي ځکه دوی د ناروغۍ په وخت کې خپل وېښتان له لاسه ورکوي.
د ننګرهار یوې امنیتي سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې د دغو توکو بار له ګمرک څخه پاکستان روان و چې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ضبط شول.
تراوسه روښانه نه ده چې د دغې پېښې په اړوند څوتنه نیول شوي دي.
ع