کابل/ د مرغومی ۲مه /باختر
د المان د بایرلورکوزن کلپ افغاني الاصله فوټبالر نديم اميري د اروپا د دسترو کلپونو پاملرنه ځانته جلب کړې ده.
د اسپانيا د اتلاتيکو مادريد او د انګلستان د مانچستر سيتي او تاتنهام کلپونو د دغه افغان لوبغاړي په لټه کې دي.
درې فصله کيږي چې نديم په باير لورکوزن ټيم کې لوبه کوي .
هغه درې فصله مخکې د المان غوره ليګ د يو بل کلپ افن هايم له کلپ څخه د ٣٤ مليونو يورو په تړون سره د لورکوزن له ټيم سره يوځاى شو.
د آلمان د بيلد ورځپاڼې د خبرله مخې؛ اتلاتيکومادريد، مانچستر سيتي او تاتنهام ټيمونه د دغه افغاني الاصله ستوري کارونه ترزره بين لاندې لري او د هغه د ليږدونې شرايط تعقيبوي.
اميري زيات کلونه د المان د ځوانانو د ملي ټيم غړى و او څو ځلي هم د واخيم لو له خوا د دغه هېواد ملي ټيم ته بلل شوی و.
ج-ا