کابل / د زمري ٦ مه / باختر
د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولان وايي چې نن د کابل او څو نورو ولايتونو د پرچاو شوې برېښنا ستونزه حل کېږي.
د پروان د برېښنا شرکت رييس روح الله ساجد رسنيو ته وويل چې کابل، پروان او نورو ولايتونو ته د وارداتي برېښنا ستنې د بغلان ولايت په کيله ګي سيمه کې ويجاړې شوې وې؛ خو له پرون راهيسې د برېښنا شرکت کارکوونکو د ستنو د ترميم کار پيل کړى دى.
افغانستان ته له ازبکستان او تاجکستان څخه وارداتي برېښنا کله ناکله د جګړو يا د دولت د وسله والو مخالفانو د بريدونو له امله پرچاو کېږي.
\ ذ