فيض آباد باختردتلې دمياشتې ٨ نيټه :
د بدخشان ولايت په کوز يفتل ولسوالۍ کې ١٢ کلي پرون د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول.
د بدخشان ولايت د ملي امنيت د رياست يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې د کوز يفتل په ولسوالۍ کې د افغان ګډو پوځيانو په عملياتوکې د طالبانو يو کليدي قوماندان مولوي اکرام ووژل شو او دوه تنه نور طالبان ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتوکې ددغې ولسوالۍ ١٢ کلي په بشپړه توګه د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول او د ياوان او راغستان له ولسواليو سره د کوزيفتل مواصلاتي لاره د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه او دغه عمليات د ډار اچونکوله شتون څخه د دغې ولسوالۍ د نورو نا امنوسيمو تر پاکولو پورې دوام کوي.
په همدې حال کې د بدخشان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخالق آقساى وويل چې طالبان په دغو سيموکې د عشر او زکاتو په راټولولو بوخت وو او خلکو ته يې ستونزې جوړولې او د ياوان او راغستان له ولسواليو سره يې د کوزيفتل د ولسوالۍ مواصلاتي لاره هم تړلې وه .
ده زياته کړه چې ټاکل شوې ده د دغو ولسواليو ترمنځ د لارې په تګلوري کې د خلکو د امنيت د تامينولو په خاطر امنيتي پوستې جوړې شي.
آقساى زياته کړه: په دغو عملياتوکې د دښمن يوه اډه په بشپړه توګه له منځه تللې ده او د هغوى يوه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل