کندز/ باختر دوږي اوومه :
يوولس تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې د نويو هوايي بريدونوپه بهيرکې ووژل شول .
په دغو طالبانو پرون په دشت ارچي ولسوالۍ کې بريد وشو .
د کومانډو ځواکونو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: په دغو هوايي بريدونوکې د وسله والو طالبانو درې پټنځي له پوځي وسايلو سره يې له منځه وړل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ