کابل باختر د زمري ديارلسمه :
دپاکستاني مليشو په ګډون ١٤٨ تنه ډار اچوونکي نن دپکتيا ولايت دجاني خيلو ولسوالۍ دبيرته نيولو په عملياتو کې ووژل شول .
دپکتيا دوالي وياند عبدالله حسرت باختراژانس ته وويل چې افغان پوځيانو دګډو عملياتوپه بهير کې له وسله والو مخالفانو څخه دپکتيا ولايت دجاني خيلو ولسوالۍ بيرته ونيوله .
حسرت زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ١٢١ نور وسله وال مخالفين ټپيان شول . دپکتيا دوالي وياند وويل چې دجاني خيلو ولسوالۍ څه موده مخکې دمخالفانو له خوا نيول شوې وه اونن سهار په بشپړه توګه ددوى له شتون څخه پاکه شوې ده . ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ديارلس تنه افغان پوځيان شهيدان او ١٧ تنه نور پوځيان ټپيان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ