کابل – باختر د سلواغى دمياشتې ٢٤
پنځه تنه ډار اچوونکي د زابل ولايت په مربوطاتو کې پرون دامنيتي ځواکونو دچاڼيزوعملياتو په بهير کې ووژل شول
د٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورګړ.
دزابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهير کې . د دادخان او ملادين محمد د دوى د دوو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې څلور بيلابيل ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ