کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني داسلامي هيوادونو د راډيو او ټلويزيونونو دنړيوالې اتحاديې په کنفرانس کې دګډون په مقصد نن دايران اسلامي جمهوريت ته روان شو .
دحامدکرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، داسلامي هيوادونو دراډيو او ټلويزيونونو نړيوال کنفرانس ددريو ورځو لپاره دايران داسلامي جمهوريت په پايتخت تهران ښار کې جوړيږي .
په دې کنفرانس کې دغړو هيوادونو داطلاعاتو او فرهنګ دوزارتونو مسوولين او رييسان ګډون کوي او دفرهنګي مسئلو او داړيکو او همکاريو دپراختيا په باب پکې خبرې کيږي .
داسلامي هيوادونو دراډيو او ټلويزيونونو نړيواله اتحاديه په ١٣٨٦ هجري لمريز کال کې جوړه شوې ده او دنړۍ له پنځوسو هيوادونو څخه ٢٢٠ غړي لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ