اسلام آباد ډان باختر د سلواغې دمياشتې ٩
د ورکزو دقبايلى سيمې د ډبرو سکرو په يو کان کې نن دچاودنې له امله نن دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
باختر آژانس دپاکستان د ډان ورځپانې له خولې خبر راکړ :
دغه چاودنه د دولى دسيمې په يوکان کې رامنځته شوه چې له امله يې دکان دوه تنه کارګران ووژل شول او څلور تنه نور تپيان شول .
دورځپاڼې په ليکنه د ورکزو قبايلي سيمه د ډبرو سکرو څلور زره کانونه لرې چې په يو شمير دغوکانونو کې څه د پاسه درې زره تنه کار کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ