کابل- باختر دمرغومي د مياشتې ٢٢
دننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار په تلاشۍ چوک کې نن سهار يوه چاودنه وشوه.
دغه چاودنه د امنيتي ځواکونو د پلټنې پوستې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
دغه چاودنه د يو بم د ځاى پرځاى کولو زيږنده بلل شوې ده.
دننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي دغه پيښه تائيدکړه. خو د سر د زيان په اړوند يې څه ونه ويل.
ځينې عيني شاهدان وايي چې په دې چاودنه کې امنيتي ځواکونه په نښه شوي وو.
د پيښې جزئيات وروسته خپريږي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ