کابل باختر دلړم شپږ ويشتمه :
دبغلان ولايت پوليسو پرون هغه سړي چې د شپږو تنو د وژنې تور پرې لګول شوى دى، ونيوه.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى جاويدبشارت باخترآژانس ته وويل: دغه سړى پنځه مياشتې مخکې دپنځو ورونو او د دوى د يوه خوريى په ګډون د يوې کورنۍ شپږ تنه غړي د کلاشينکوف په ډزو سره د زاړه بغلان په ساحه کې وژلي وو او ددغې کورنۍ دوه تنه نور غړي يې ټپيان کړي و او په خپله تښتيدلى و.
خبرځاى زياته کړه چې قاتل په زاړه بغلان کې له پوليسو سره له نښتې وروسته له يوکلاشينکوف سره ونيول شو.
د وژل شويوکسانو دکورنۍ يوتن غړى د قاتل د نيول کيدو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې بايد عدلي اوقضايي مرکزونه هغه ته سخت مجازات کړي .
0 1 دقیقه لوستل