کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٣
دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل نن د رابعې بلخي او دستوماتولوژي په روغتونونو کې د بسترو ناروغانو پوښتنه وکړه.
باختر آژانس دعامې روغتيا وزارت دمرکزي روغتونونو درييس ډاکتر سيد کبير اميري له خولې خبر راکړ : دعامې روغتيا وزيرې د ناروغانو دپوښتنې ترڅنګ له مسوولينوڅخه وغوښتل چې په جديت سره د اختر په ورځو کې دناروغانو خدمت وکړى .
ډاکترې دليل دغه راز ددغې پوښتنې په بهير کې په روغتون کې په بسترو ناروغانو نغدي سوغاتونه وويشل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ