کابل/ باختر/ د وږي ٩ مه
په غزني کې تېره شپه اته وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند د باختر آژانس خبريال
ته وويل: دغه وسله وال طالبان د ګيلان ولسوالۍ په جهانګير او د ده يک ولسوالۍ
په کندر ساحوکې د ايتلاف ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
پنځه وسله وال طالبان د پکتيا د زرملې ولسوالۍ په خواجه باغ کولالګوى سيمه کې
د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول.
پاى ذ