کابل / باختر د زمري٢٦مه
د هېواد په پنځو ولايتونو کې د جرمي پېښو ٢٥ عاملان ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي دي: د ملي پوليسو منسوبانو په تېرو درېيو ورځو کې په جلاجلا عملياتو کې ٢٥ کسان د وسايطو د غلا، شوکمارۍ او په غيرقانوني ډول د وسلو د لېږدونې په ګډون د بېلابېلو قضيو په اړوند د هرات، هلمند، کاپيسا، فارياب او د نيمروز ولايتونو په مربوطاتو کې نيولي دي .
له نيول شويو کسانو څخه غلا شوي مالونه هم د پوليسو لاسته ورغلي دي او د کابل ښار د دولسمې امنيتي حوزي پوليسو تېره شپه دوه تنه د وژنې په اړوند د دغې حوزې په مربوطاتو کې ونيول.
د يوبل خبرله مخې، د کابل پوليسو پرون دوه تنه د الکولي مشروباتو د پلورنې په اړوند د کابل ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول .
له نيول شويو کسانو څخه څه دپاسه ٢٠٠ بوتله الکولي مشروبات د پوليسو لاسته ورغلي دي.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل