کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۲ مه
د کابل په شمال بګرام کې د امريکايي ځواکونو پر اډې توغنديز بريد وشو.
تر اوسه پورې د دغه بريد له امله د سر د د زيان په باب خبر نه دی ترلاسه شوی .
امريکايي پوځيانو له دغه توغنديز بريد وروسته چې ويل کېږي له هغه ځاى څخه شوی دی، پر يوه کلي هوايي بريد وکړ.
د خبرونو له مخې: تېره شپه د نهو بجو په شاوخوا کې درې توغندي د بګرام پر پوځي هوايي ډګر چې د امريکايي ځواکونو اډه ده؛ وتوغول شول.
د پروان د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالواسع رحيمي باختر آژانس ته وويل چې دغه توغندي د بګرام ولسوالۍ د قلندر خېلو له کلي څخه توغول شوي دي.
ده تاييد کړه چې امريکايي ځواکونو له دغه بريد وروسته، د قلندرخېلو پر کلي هوايي بريد وکړ.
رحيمي وايي: تر اوسه پورې د دغه بريد له امله د سر د زيان په باب څه نه دي ويل شوي.
ختم_ شکريه _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل