کابل باختر د مرغومي شلمه :
د باميانو ولايت له مرکز سره د دغه ولايت د پنجاب او ورس د ولسواليو اړيکې چې د واورې د ښويېدنې له امله شليدلې وې نن له غرمې وروسته بيا تامينې او تګ راتګ پيل شو.
د باميانو ولايت د فوايد عامې رياست سرپرست غلام نبي قنبري باختراژانس ته وويل چې، د باميانو ولايت په مربوطاتو کې د حاجي ګګ په غاښې کې د کابل _ باميانو د لويې لارې له تړل کېدو وروسته تېره شپه د دغه ولايت د يکاولنګ ولسوالۍ په شاتو غاښې کې د واورې د ښويېدنې له امله د باميانو ولايت له مرکز سره د دوو ولسواليو پنجاب او ورس مواصلاتي لارې تړل شوې وې چې د فوايد عامې رياست د هڅو او هاند له امله دغه مواصلاتي لارې بيا پرانستل شوې .
ده زياته کړه چې د واورې ښويېدنې له امله هيڅ راز د سر زيان او مالي تاوان نه دى اوښتى .
د باميانو ولايت د فوايد عامې رياست سرپرست وويل چې، يواځې دکابل باميانو په تګلوري کې د حاجي ګګ غاښى تړلى دى او نور ټول غاښي او تګلوري د ترافيکو پرمخ پرانستي دي .
د باميانو ولايت د فوايد عامي رياست سرپرست زياته کړه چې د دغه ولايت په ټولو تګلورو کې د واورې اورښت دوام لري، خو د توپان شدت کمښت موندلى دى او دفوايد عامې د واورې پاکونې ډلې او همکار بنسټونه په خپلو کاري ساحو کې له واورې څخه د واټونو د پاکولو کار پيل کړى دى .
د باميانو ولايت د فوايد عامې رياست مسوولان وايي هغه مسافران چې دکابل په لور دسفر نيت لري کولاى شي د شيبر د غاښې له تګلوري څخه تګ راتګ وکړي .
ختم- ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل